د فوټبال نړيوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي

د فوټبال نړيوال جام

د فوټبال په نړیوال جام کې نن درې لوبې کېږي.

لومړی یوه کې ایران له انګلستان سره مخ کېږي چې لوبه به د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه‌نیمو پيل شي.

په دویمه کې سینګال او هالند د شپې په اته نیمو لوبیږي او درېیمه لوبه د شپې ناوخته په ۱۱ نیمو بجو د امریکا او وېلز تر منځ ترسره شي.

بېګاه د نړیوال جام په پیلیزه لوبه کې کوربه قطر دوه پر صفر له اکوادور ماته وخوړه.