ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ايران له افغانستان سره د ګډ کمېسيون جوړېدو غوښتنه کړې

د ايران بيرغ

د افغانستان لپاره د ایران استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ګډ کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې حسن کاظمي قومي د مسکو په غونډه کې تر ګډون وروسته پرون وویل، ایران او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اطلاعاتو د تبادلې په هدف د ګډ کمېسیون جوړولو ته اړتیا لري.

هغه د افغانستان له ګاونډیانو هم وغوښتل چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیزاتو او د مهمو معلوماتو د تبادلې لپاره یو چوکاټ جوړ کړي.

که څه هم د ایران په ګډون هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو تهران په تېرو پنځلسو میاشتو کې له طالب چارواکو سره ځینې اړیکې پاللې دي.