طالبانو پر پاکستاني عسکرو د بريد په تړاو دغه هېواد ته د يو کس سپارلو راپورونه رد کړل

د سپين بولدک - چمن دروازه

د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړل چې په سپین بولدک – چمن پوله کې په پاکستاني عسکرو د برید په تړاو یو کس پاکستان ته سپارل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې د کوم کس د تسلیمولو خبر ناسم دی.

تر هغه مخکې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د طالبانو حکومت هغه بریدګر پاکستاني لوري ته سپارلی چې یوه اونۍ مخکې یې یو پاکستانی عسکر په ډزو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل.

د همدې پېښې په خاطر پاکستاني لوري دروازه تړلې وه.

یکشنبه د دواړو خواو تر منځ تر خبرو وروسته پرېکړه شوې چې له دوشنبې ورځې به د خلکو او ټرانزیټ پر مخ چمن لار خلاصه شي.