د ځپونکو اقداماتو سره سره ایران کې د محصلانو اعتراضونه دوام لري

ایران کې د لاریونونو یو انځور

په ایران کې د مظاهره چیانو خلاف له ځپونکو اقداماتو سره سره د محصلانو اعتراضونه دوام لري.

د بېلابېلو سرچینو د راپور له مخې، نن یکشنبه د ایران په څو پوهنتونونو کې محصلانو د اعتراض په دود پرلتۍ وهلي دي.

د هغو ویدیوګانو له مخې، چې ایرانیانو په تیلګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي دي، د تهران د طباطبايي پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصلانو د جنسیتي بېلتون په اعتراض کې یوځای ډوډۍ وخوړه.

د ایران په پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو ته اجازه نه شته چې یوځای ډوډۍ وخوري.