د سالنګ پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان وژل شوي

دغه مسافروړونکی بس موټر له کابله د مزار شریف پر لوري روان و چې تېره شپه د خنجان ولسوالۍ په تخت سنګ سیمه کې له سړک واوښت او سیند ته ولوېد.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر محمد یعقوب وايي چې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۹ کسان په ترافیکي پېښه کې مړه شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه په شمالي سالنګ کې شوې ده.

یعقوب زیاته کړه، یو مسافروړونکی بس موټر له کابله د مزار شریف پر لوري روان و چې تېره شپه د خنجان ولسوالۍ په تخت سنګ سیمه کې له سړک واوښت او سیند ته ولوېد.

هغه د پېښې علت د بس موټر تېز چلول او تخنیکي ستونزه بللې ده.