قطر د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په اړه اندېښنه وښوده

د قطر بیرغ

د قطر یو ډیپلومات وايي، هېواد یې د افغانستان سولې، سوکالۍ او ثبات ته ژمن دی، خو د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په اړه اندېښنه لري.

په ملګرو ملتونو کې د قطر د ډیپلوماتیک ماموریت درېیم سکرټر شیخ جاثم عبدالعزیز الثاني، امنیت شورا ته وویل چې له افغانستان سره به د بشري، اقتصادي، امنیتي او د بشرحقونو د بحران په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د قطر دغه ډیپلومات د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوحې موافقې تطبیق ته خپل ښه نیت وښيي او په ځانګړي ډول د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د طالبانو حکومت له څه باندې ۴۰۰ ورځو راهیسې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې تر شپږم پورته نور تعلیم وکړي او پر ښځو هم د دوی محدودیتونه زیات شوي دي.

د طالبانو دغه اقدام پر دوی د سختو انتقادونو سبب شوی دی.