بوټو: د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام نه کوو

بلاول بوتو زرداری وزیر خارجهٔ پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان به د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام ونه کړي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې بلاول بوټو زرداري پرون جمعه په یوه کنفرانس کې د خپل حکومت د بهرنۍ پالیسۍ شپږو میاشتو ته د کتنې پر مهال دا خبره وکړه.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو ۱۵ میاشتې پوره شوي، خو د پاکستان په ګډون چې د طالبانو په سخت ملاتړ تورن دی، د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ تېره پنج شنبه ویلي، هڅې روانې دي چې د دوی سرپرست حکومت په رسمیت وپېژندل شي.