طالبان: د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د طالبانو چارواکي وايي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دوی د افغانستان له هوايي حریم له هرې نړیوالې الوتنې ۷۰۰ ډالره اخلي.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې زیاتې الوتنې له اروپا او اسیا د افغانستان له هوا تېرېږي.

دا معلومات نه شته چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان له هوايي حریم څو الوتنو تګ راتګ کاوه، خو احمدي وايي چې دوی تمه لري په راروانو شپږو میاشتو کې له دې مسیر څخه د ورځې تر ۳۰۰ زیاتې الوتنې تېرې شي.