په جنوبي وزیرستان کې د بمب چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي

ارشیف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک غاړې بمب په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنه پرون مازیګر د جنوبي وزیرستان په چمکالۍ سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي سلیم مروت وویل، د چاودنې هدف پخواني پنځه افراطي وسله وال وو، چې تازه له حکومتي ځواکونو سره ملګري شوي دي.

ده ویلي په پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.