راپورونه: افغانستان کې د ټي ټي پي دوه غړي وژل شوي

د تحريک طالبان پاکستان غړي، انځور - ارشيف

د راپورونه له‌مخې د پاکستاني طالبانو یا TTP دوه غړي په افغانستان کې وژل شوي دي.

افغان اسلامي آژانس د TTP د پخواني ویاند احسان الله احسان او پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو پوستونو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د مهم مشر سیف الله بابوجي مړی په داسې حال کې چې موټرسایکل او کلاشنیکوف یې هم ورسره و، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې موندل شوی.

دغه راز د ذاکرین په نوم د TTP یو بل قوماندان په پکتیا ولایت کې وژل شوی دی.

د افغان طالبانو سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو یو شمېر نور مشران هم له دې مخکې د مرموزو وژنو په ترڅ کې وژل شوي دي.