په کابل کې نن یو ملا امام او یو بل کس په وسلهوال برید پر مهال وژل شوي دي.
دا خبره د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته تایید کړه.
نوموړي وويل: "نن سهار د کابل ښار اړوند کارته سیمه نو د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملا امام قاري نجیب الله عزیزي او ورسره یو تن لمونځ کوونکی هېوادوال چې د سهار لمانځه ادا کولو وروسته له مسجده د وتلو په حال کې وو د نامعلومو وسلهوالو له لوري په شهادت رسېدلي. د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي او ژر به مجرمین د قانونو منګولو ته وسپارل شي."
د طالبانو په بیا واکمنېدو ځینې دیني عالمان اکثر طالبانو ته نږدې څېرې په وسلهوالو بریدونو او هدفي چاودنو کې وژل شوي.
له هغې ډلې د یوه پيژندل شوي ملا رحیم الله حقاني وژل کېدل د یادولو دي.
مولوي بسم الله شاکر هم په کابل کې په یوه برید کې وژل شوی و.