امريکا کې د خپلې مېرمنې او زوی د وژنې په تور زنداني اعدام شو

د امريکا پوليس

د امریکا په تکزاس کې هغه زنداني اعدام شو چې ۱۷ کاله مخکې یې خپله میندواره ملګرې او ۷ کلن زوی وژلي وو.

۵۵ کلن سټیفان باربي ته د زندان دننه وژونکې پیچکاري یا ستن ولګول شوه.

نوموړی ۲۰۰۵ کال کې د خپلې ملګرې او زوی په وژنه محکوم شوی و.

پولیسو هغه مهال د همدې کس په کور کې د هغه د ملګرې او زوی جسد ومونده چې زندۍ شوي وو.

که څه هم د باربي مدافع وکیلانو د اعدام د حکم د درولو غوښتنه کړې وه، خو پرون چهارشنبه د امریکا سترې محکمې د مدافع وکیلانو غوښتنه رد کړه.