د چک جهموریت د پارلمان غړیو د یو داسې پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې د روسې حاکم نظام يې ترهګر بللی دی.
دا پرېکړه لیک تېره ورځ د ۱۲۹ مثبتو او ۱۴ مفني رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو.
دغه پرېکړه لیک د روسیې له خاورې سره د اوکرایین د څلور ختیځو سیمو یو ځای کول غندلي.
روسیې په دې سیمو کې له یوې ټولپوښتنې وروسته دا سیمې د روسیې برخه وګرځولې.
د اروپا شورا پارلماني اسمبلۍ تېره میاشت داسې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د روسیې حاکم نظام په کې یو ترهګریز نظام معرفي شوی و.