د ناټو غړي نن د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي

د ناټو غړيو هېوادونو بيرغونه

د ناټو غړي به د پولنډ د غوښتنې په اساس نن بېړنۍ غونډه جوړه کړي څو هغه راپورونه وڅېړي چې وايي، د روسیې له خوا پر اوکراین توغول شوي دوه توغندي د پولنډ په خاوره کې لګېدلي او دوه کسان یې وژلي دي.

رویټرز خبري آژانس د دوو اروپايي ډيپلوماتانو له قوله چې نوم یې نه‌دی یاد شوی راپور ورکړی چې دا غونډه د ناټو د تړون د څلورمې مادې پربنسټ جوړېږي.

د دې مادې د حکم په اساس د ناټو هر غړی کله چې ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکي او امنیت یې له خطر سره مخامخ کېږي، خپلې اندېښنې له نورو غړو سره مطرح کولای شي.

د پولنډ د ملي امنیت د شورا رییس یاڅک سیویرا ویلي چې حکومت له څلورمې مادې د کار اخیستو د منطق په اړه د غور په حال کې او له خپلو متحدانو سره له نژدې په تماس کې دی.

په پرونیو راپورونو کې راغلي و، چې د پولنډ د ختیځ په یوه کلي کې د دوو چاودنو علت دوه روسي توغندي وو، چې د پولنډ په خاوره کې لګېدلي وو.

له دې راپورونو وروسته د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د پراخو تماسونو پاعث شو.