ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند کېدو خبر ورکړی

ډونالډ ټرمپ

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ رسما اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون کوي.

ښاغلي ټرمپ نن په فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې، د امریکا بیاځلي برم له همدې شېبې پیلېږي.

ټرمپ دا اعلان یوه اونۍ وروسته له هغه کوي چې جمهوریپال ګوند د کانګرس لپاره په منځمهالو انتخاباتو کې هومره چې تمه کېده بریا ترلاسه نه کړه او ډېر هغه کاندیدان چې ټرمپ تایید کړي و، ناکام شول.

ښاغلي ټرمپ دې انتقادونو ته چې ګنې جمهوریپال ګوند ته د رایو د کمېدو باعث دی دی، په ځواب کې د هغو کاندیدانو یادونه وکړه چې بریالي شوي دي.

ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې په کانګرس کې د جمهوریپال ګوند د بریالیو کاندیدانو شمېر له ۲۱۲ لوړ شو.