پاکستان د چمن دروازې خلاصون لپاره طالبانو ته شرط کېښود

د چمن دروازه

د پاکستان یوه سرحدي چارواکي ویلي، تر هغو به د چمن دروازه نه خلاصوي چې طالبان د یوه پاکستاني سرتېري قاتل ور ونه سپاري.

دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د طالبانو یوه وسله وال د پاکستان پر پوله ساتو سرتیرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري امریکا غږ ته ویلي، دغه لاره به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وي چې د برید مسوول نه وي ورته سپارل شوی.

نوموړي ویلي، د چمن دروازه پرون ماذدیګر د لنډ وخت لپاره د عامو خلکو په مخ خلاصه شوه، خو هېڅ یوه سوداګریز موټر ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.

چمن او تورخم پاکستان سره د افغانانو د تګ را تګ عمده لارې دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرې ډېر محدودیتونه لګول شوي او مسافر یې وخت نا وخت د مسوولانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.