اروپايي کمېسیون اعلان کړی، چې د افغانستان په ګډون پنځلسو هېوادونو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
دغه کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له سخت کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو ځانګړې شوي.
ویل کېږي چې پاتې پیسې مالي، نایجر، چاد، جنوبي سوډان، ایتوپیا، سومالیا، یمن، سوریه، لبنان، وینزویلا، کولمبیا، اکوادور او پیرو سره مرسته کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
ژمی را روان دی او خلک شکایت کوي چې د خوراکي توکو او سون توکو د اخیستلو توان نه لري.