د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو له کرکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې

ارشیف: د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره د یو لړ اصولو په رڼا کې د ښځو له کرکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ د وضعیت د څارنې لپاره له څو میاشتو راهیسې یوه خاصه کاري ډله ګمارلې ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا ناسته چې شنبه د اسټرالیا په ملیبورن کې شوې، د افغانستان په استازیتوب په کې د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ګډون کړی و.

د افغانستان د کاري ډلې مشر عمران خواجه رسنیو ته ویلي، کرکټ بورډ خپلواکه اداره ده او دوی هڅه کوي ټولو ته د کرکټ کولو فرصت برابر کړي.

ښاغلي خواجه له کرک انفو ویبپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې، د ښځو د کرکټ برخه کې ننګونې شته خو دوی د افغان کرکټ بورډ سره په ګډه د دې ستونزو د حل په برخه کې کار کوي.

د نوموړي په وینا د افغانستان لپاره جوړه شوې کاري ډله د افغان کرکټ بورډ لخوا شوې ژمنې څاري او په اړه یې د کرکټ نړیوالې شورا ته راپور ورکوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړه چې د افغانستان کرکټ وڅاري او په اړه یې نړیوالې شورا ته راپور ورکړي.

د یادونې ده چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا یوازېنی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی چې د ښځو د کرکټ لوبډله نه لري.

د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې د جوړېدو په اړه داسې مهال بحثونه کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له کاره او په تازه پرېکړه کې له پارکونو او ورزشي کلبونو څخه هم منع کړې.