د ترکیې پولیسو ویلي چې د یکشنبې ورځې د مرګوني بمي برید په تړاو یوه ښځه نیولې ده.
یکشنبه د استانبول په استقلال واټ کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان مړه او تر اتیاوو زیات نور کسان یې ټپیان کړل.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ، چا چې بم ځای پر ځای کړی وو د پولیسو له خوا ونیول شوه.
پولیسو ویلي ۱۲ سوه امنیتي کمرې یې کنټرول کړې، ۲۱ ځایونو باندې یې چاپې ووهلې او ۴۶ شکمن کسان یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ونیول.
پولیسو د برید په تور اصلي نیول شوې ښځه د اهلام البشیر او د سوریې تبعه معرفي کړې.
پولیسو ویلي بریدګرې دوی ته پلټنو پر مهال منلې چې د کردانو د کارګر ګوند PKK او د سوریې د کردانو ګروپ له خوا روزل شوې.
دغو دواړو ډلو د استانبول په برید کې هر ډول ښکېلتیا په کلکه رد کړې ده.