په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د کانونو د سکتور او د بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې وکړې.
شهاب الدین دلاور د بېرته راستنېدونکو د کمېسیون مشري هم پر غاړه لري.
ملګرو ملتو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې د ټولو هغو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس باختر په دې اړه ویلي چې د یوناما مشرې هیله څرګنده کړه چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي افغانان به د افغانستان په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.