د مسکو پولیسو ۲ تنه ازاد خبریالان نیولي

ارشیف

د مسکو پولیسو دوه ازاد خبریالان، چې د ازادي راډیو د روسي څانګې لپاره کار کوي پرون ونیول.

یوري لیبیدیف او ییلیزاویتا موفښان د روسیې د پلازمېنې مسکو پر واټونو له خلکو سره د مرکو په حال کې وو چې د روسیې د قانون د تنفیذ ځواکونو ونیول او د هویت د تثبیت لپاره یې د پولیسو ماموریت ته بوتلل.

مدافع وکیلان له دواړو خبریالانو سره د لیدو هڅه کوي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې پولیسو د ازادي راډیو د خبریالانو په ګډون په پرله پسې ډول ګڼ ژورنالیستان نیولي او د هغوی د کار مخه یې نیولې ده.