ترکي چارواکو د پرونۍ چاودنې د طراح د نيولو خبر ورکړی

د ترکيې پوليس

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، هغه کس نیول شوی، چې په استانبول کې یې بمب ځای پر ځای کړی و.

د ترکیې انادولو دولتي خبري اژانس په خپل ټویټر کې لیکلي، چې سلیمان سوېلو نن دوشنبه د بمي حملې د طراح د نیولو خبر ورکړی.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په استانبول کې حمله کوونکې یوه ښځه وه.

د ترکي چارواکو په خبره، په استقلال واټ کې چې زیات وخت په‌کې ګڼه ګوڼه وي، د تېر مازیګر په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسوولیت لا چا نه‌دی منلی.