برښنا شرکت: کابل او يو شمېر ولايتونو کې د برښنا پارچاوي لنډمهاله ده

برښنا شرکت لوګو

د افغانستان برښنا شرکت وايي د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د یوې ستونزې په خاطر په کابل او ځینو ولایتونو کې د لنډو ورځو لپاره د برښنا پرچاوۍ رامنځته شوي.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون ناوخته په یوه پيغام کې ویلي: "د ازبکستان هېواد په رالېږل شوي پيغام کې ویلي چې د دوی خواته یوه تخنیکي عارضه رامنځته شوې چې له امله یې د برښنا یو سرکټ پرچاو دی او یو سرکټ یې فعاله دی. موږ له ټولو پېرېدونکو څخه هیله لرو تر څو دا پرچاوۍ چې دوې ورځې به دوام وکړي په حوصله مندي راسره وزغمي او انشالله ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي."

میوندي زیاته کړې چې د ستونزې د حل په هدف د ترکمنستان د وارداتي برښنا یو سرکټ دمګړۍ له کابل سره وصل شوی.

برښنا شرکت داسې وخت د برښنا د پرچاویو خبره کوي چې په کابل او شاوخوا سیمو کې هوا په سړېدو ده او خلک له پرله پسې بې برقیو شکایت کوي.