د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د دغه هېواد په اعتراضونو کې د ماشومانو او ښځو په شمول لږترلږه ۳۲۶ تنه وژل شوي دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې، چې پرون یې خپور کړ، ویلي چې په وژل شویو کې ۴۳ ماشومان او ۲۵ ښځې شاملې دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان همداراز ویلي چې په وژل شویو ماشومانو کې ۳ تنه افغانان دي.
تر ټولو ډېر کسان په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي چې شمېر یې ۱۲۳ تنو ته رسېږي.