په ارزګان کې سلګونه کسانو لاریون کړی

په ارزګان کې د ننني لاريون يو انځور

په ارزګان کې سلګونو کسانو نن یکشنبه په دې خاطر چې د طالبانو اداره د ارزګان – کندهار ترمنځ د لویې لارې د جوړولو پر ځای دهراوت ولسوالۍ ته لاره جوړوي، لاریون وکړ.

دوی په ترینکوټ ښار کې د لاریون په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر په دې تورن کړ چې خپلې ولسوالۍ، یعنې دهراوت ته پوخ سړک جوړوي، خو د ارزګان ولایت د مرکز سړک ته، چې ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي او د څنګلورو ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ لارې هم پرې سپرې دي، پام نه کوي.