په هلمند او لغمان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو د حکومت رسمی خبري اژانس باختر پرون خبر ورکړ چې د هلمند په ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۲ تنه مړه شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د دغه اژانس پر اساس، د کابل – جلال اباد په لویه لار کې د لغمان ولایت په عزیز خان کڅ کې د دوو موټرو د ټکر په نتیجه کې مړه شوي او ۴ نور ژوبل دي.