طالبانو او پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک دروازه کې نښته کړې

د سپین بولدک – چمن دروازې یوه څنډه

راپورونه وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ د تګ راتګ په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

شاهدانو ازادی رادیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې پیل شوه.

په سپین بولدک کې د طالبانو یوې سرچینې وویل چې دواړه خواوې پر یو بل ډزې کوي او په لړ کې یې یو شمېر پاکستاني ځواکونه او همداراز لارویان ټپیان شوي دي.

سرچینې وویل چې د مرګ ژوبلو د کره شمېر په اړه څه نه شي ویلی.

د طالبانو او پاکستان حکومتونو تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د سپین بولدک – چمن پر دروازه د ورځې زرګونه کسان تګ راتګ کوي، خو اوس د جګړې له کبله بنده ده.

تر دې وړاندې هم څو ځلې دا لار د دوو خواوو ترمنځ د نښتو له کبله تړل شوې ده.

افغانان تور لګوي چې له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې د پارېدو سبب کېږي.