د کابل په شمال کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

د کابل ښار یوه څنډه

د کابل په شمال کې د پنځه سوه فامیلیو له سیمې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو او محلي رسنیو د شپې ناوخته د درنو چاودنو او پرله پسې ډزو په اړه راپورونه هم خپاره کړي چې ویل کېږي د څو ساعتونو لپاره روان و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ډېرو جزییات له ورکولو پرته ځینو رسنیو ته منلې چې د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې تصفیوي عملیات دوام لري.

تر دې مخکې طالبانو څو واره د کابل په شمال سیمو کې شپني عملیات ترسره کړي او ادعا یې کړې چې د داعش پټنځایونه یې په نښه کړي.