د اسلامي همکاریو سازمان وايي، یو لوړپوړی پلاوی یې په کابل کې دی او مهمو سیاسي، حقوقي او بشري مسایلو خبرې کوي.
دغه سازمان د شنبې په شپې په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د سرمنشي ځانګړی استازی طارق علي بخیت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د عدلیې له سرپرست وزیر عبدالحکیم سره لیدلي.
په بیان کې زیاته شوې د افغانستان سیاسي، بشري، اقتصادي او حقوقي مسایل چې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پرېکړه لیک سره سم لومړیتوب ورکړل شوی په دغو لیدنو کې په مفصله توګه تر بحث لاندې راغلل.
ښاغلی طارق علي بخیت پرون د ورځې په جریان کې د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره هم لیدلي وو.
کرزي په خپل فېسبوک لیکلي چې تعلیم د بشري ټولنې د ودې او ترقي اساس دی او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو غوښتنه کړې ده.