د بې پولې خبریالانو ټولنې د داعي د وژنې قضیې په اړه څېړنې غوښتي

داعي د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.

د بې پولې خبریالانو ټولنه د ازادي راډیو د پخواني خبریال محمدالیاس داعي د دویم تلین په مناسبت غوښتنه کړې چې د هېواد د دې مخکښ خبریال د وژنې د قضیې په اړه څېړنې باید نیمګړې پاتې نه شي.

داعي د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.

د هغه مهال حکومت د داعي پر وژنه طالبان تورن کړل او ویې ویل چې یو کس یې د دې قتل په تور نیولی دی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې اړه هېڅ اجراات ونه شول.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې ویاندې پولین ادیس مول ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د شویو جنایتونو پر وړاندې معافیت د منلو نه دی.

هغې زیاته کړه چې د دې ټکان ورکوونکي جنایت په اړه تحقیقات باید نیمګړي پاتې نه شي او دا ډول پېښې هم باید تکرار نه شي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې نی د یوه راپور له مخې ۱۳۹۹ کال د افغانستان د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.