د ایران یوه جګپوړي پوځي قوماندان د خلیج د حوزې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي نو له خپلو رسنیو او امنیت څخه باید یو غوره کړي.
د ایران د لوی مذهبي مشر ځانګړي پوځي سلاکار جنرال یحیی رحیم صفوي دا خبرداری چې پرون د نومبر په ۱۱مه رسنیز شو، ظاهراً سعودي عربستان ته متوجه و.
تهران او ریاض پخواني سیالان دي او د دوی ترمنځ تماسونو په دې وروستیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
په ایران کې د وروستیو پراخو اعتراضونو پرمهال، د سیمې بېلابېلو هېوادونو د ځپونکو ځواکونو غندنه کړې او په خپلو رسنیو کې یې دې اعتراضونو ته پراخ انعکاس ورکړی دی.
ایران د صفوي له خبرداري یوه ورځ مخکې، د ایران انټرنېشنل تلوېزیون چې له لندن څخه فعالیت کوي، د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامل کړ.