روزا اوتنبايوا کابل کې له يو شمېر سفيرانو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کابل کې د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره د همکاریو د تقویت په موخه خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما نن پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي؛ سیمه‌ییز هېوادونه افغانستان سره د سوادګرۍ، انرژۍ او نورو تجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې مهم رول لري.

د یومانا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي، د افغانانو د سوله‌ییز ژوند، اقتصادي ثبات او زده‌کړو ته د ټولو د لاسرسي لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی خو ځیني هېوادونه لکه پاکستان، ایران، چین او ورسیه ورسره ډپیلوماټیکې اړیکې لري.