ډاکټر منصور: افغانستان د نشه‌يي موادو د درملنې په برخه کې لږ علمي او درسي مواد لري

د معتادانو د درملنې روغتياپالان، انځور - ارشيف

د کابل د طبي پوهنتون پخوانی استاد او د معتادینو د درملنې د برخې متخصص ډاکټر ارشاد منصور وايي، په افغانستان کې د نشه يي موادو او معتادینو ډېروالي ته په کتو سره په دې برخه کې علمي او درسي کتابونو لږ دي چې دې کار د معتادینو د درملنې بهير ټکنی کړی دی.

ډاکټر ارشاد منصور د اعتیاد په درملنه کې له انګليسي څخه پښتو ژبې ته د (کونسولینګ او ګروپ تراپي) په نوم یو کتاب ژباړلی دی.

دی وايي چې دا کتاب به له ارواپوهانو، روغتیايي او اجتماعي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې معتادینو ته داسې مشورې ورکړي چې هغوی په نتیجه کې په اسانۍ سره نشه پرېږدي.

دا چې دا کتاب څه ډول موضوعات لري، د افغاني ټولنې له پاره څومره موثر او ګټور دي او عمومي پيغامونه يې څه دي؟ ښاغلی منصور په پیل کې د دې کتاب د ژباړې پر اړتیا خبرې کوي.

د ښاغلي منصور خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر ارشاد منصور: افغانستان د نشه‌يي موادو د درملنې په برخه کې لږ علمي او درسي مواد لري