د امريکا دفاع وزارت اوکراين سره د ۴۰۰ميليون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

اوکراين سره پوځي مرسته

د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو نوره پوځي مرسته اوکراین ته لیږي.

په دې مرسته کې به په زیاته اندازه مهمات او څلور لوړ ګرځنده ایونجر هوايي دفاعي سیستمونه شامل وي.

د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دفاعي سیستمونو دا مرسته به اوکراین ته ځکه مهمه وي چې روسان کروز میزایلونه او هم د ایران په لاس جوړ شوي ډرون الوتکې کاروي.

د هیمارس توغندیزو سیسټمونه په دې مرستو کې شامل دي چې د اوکرایین دفاعي ځواکونو په بریالۍ توګه کارولي.

همدارنګه لس زره د هاوان مرمۍ، ۴۰۰ لاسي بمونه او لسګونه نور مهمات د امریکا له‌خوا اوکراین ته استول کېږي.