ترکي رسنۍ وايي، په انقره کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي دي.
د ترکیې دولتي انادولو اژانس او نورو رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ترکي پولیسو د انقرې په التنداغ سیمه کې د دغو افغانانو مړي موندلي او ښکاري چې په چړو وهل شوي.
د انقرې د والي دفتر په ټویټر کې ویلي، د دغو پنځو بهرنیو اتباعو د وژنې په اړه پلټنې روانې دي.
د وژل شویو خلکو کورنۍ او خپلوانو پولیس او روغتیاپالان خبر کړي و.
لا معلومه نهده چې ولې دا افغانان وژل شوي خو مخکې له دې هم د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د وژنې او ځورونۍ څو پېښې لیدل شوي.
د ترکیې پولیس هم تورن دي چې په سرحدي سیمو کې هغه افغانان د مرګ تر بریده وهي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ور اوړي.