پاکستاني پوليسو کراچۍ ښار کې ۳۱ افغان کډوال نيولي دي

پاکستاني پوليسو کراچۍ ښار کې ۳۱ افغان کډوال نيولي دي

د راپورونو له‌مخې پاکستاني پولیسو دا افغانان د اسنادو د نه درلودلو او پاکستان ته د ناقانونه تګ په خاطر نیولي.

پاکستاني رسنیو د کراچۍ د کیماړي سیمې د پولیسو مشر فداحسین جانوري په حواله ویلي چې د ناقانونه کډوالو د نیولو لپاره یې هڅې روانې کړي.

له پاکستانه په خواله رسنیو یوه ویډیو هم شریکه شوې چې په‌کې لسګونه لاس تړلي کسان ښکاري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د نیولو شویو کسانو د یوه عکس په خپرولو سره لیکلي چې، باید د افغانانو نیول او سپکاوی بند شي.

پښتین همدا راز زیاته کړې چې چمن، تورخم او انګور اډه کې هم هره ورځ لسګونه عام خلک له ستونزو سره مخ کېږي او ورسره زور زیاتی روان دی.

د طالبانو حکومت هم افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو چلند غندلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د ځورولو پېښه غندي او د دې کار د سمدستي درېدو غوښتنه لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن په یوه پيغام کې ویلي: "له څه مودې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې، له افغانستان سره د تګ راتګ په لارو په ځانګړې توګه په سیند ایالت کې افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي او د پاکستاني حکومت څخه یې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي."

تر دې مخکې هم افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو له‌خوا د تاوتريخوالي راپورونه ورکول شوي دي.