روسي او ايراني چارواکو د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

د روسې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف او د ایران د ملي ځواکونو د شورا مشر علي شمخاني

د روسې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د ایران د ملي ځواکونو د شورا له مشر علي شمخاني سره د اوکراین پر جګړه، امنیت او نورو اړوندو مسلو خبرې کړي دي.

دا خبره د روسیې امنیت شورا پرون خپره کړې او ویلې یې دي، پتروشیف څلور ورځې وروسته تر هغه تهران ته سفر کړی چې ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیي ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي.

د ایران چارواکو ویلي، دوی د اوکراین د جګړې له پيل مخکې روسیې ته بې پیلوټه انتحاري الوتکې ورکړي دي.

روسیې د ایران په انتحاري بې پیلوټه الوتکو چې په کمیکازه مشهورې دي، د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي دي.