د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې پولیسو ویلي، هغه افغان چې دغلته د خپلې مېرمنې په وژنه تورن دی، د اروپا دننه نیول شوی دی.
د واشنګټن د پولیسو یوه چارواکي مارک ګریګوري پرون خبریالانو ته وویل چې، له اروپا امریکا ته د دغه مشکوک افغان وحید کاشفي د استرداد هڅې روانې دي.
ګریګوري ویلي، دغه افغان ۲۰۱۹ کال کې د امریکا دننه خپله مېرمن وژلې وه او وروسته له دغه هېواده تښتېدلی و.
د پولیسو چارواکو ویلي، مشکوک قاتل د اکتوبر په نهه ویشتمه په اروپا کې د خپل هستوګنځای دننه نیول شوی، خو دا نهدي ویل شوي چې د اروپا کوم ځای کې.