د اروپايي ټولنې يوه کمېشنره: د افغان ښځو غږ بايد واورېدل شي

يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې د لاريون پر مهال

د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.

د نړیوالو چارو د مشارکت په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنره جاټا ارپیلیانین پرون له یو شمېر افغان مېرمنو سره تر لیدو کتو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې له افغان مېرمنو به د اروپایي ټولنې ملاتړ ادامه پيدا کړي.

اروپایي ټولنه د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د افغان ښځو یوه له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي.