روسيه کې راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

روسيه کې تېر کال د افغانستان په اړه غونډه چې طالبانو هم ګډون په‌کې کړی و.

روسیې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون د روسیې تاس خبرې اژانس ته وویل چې، د ماسکو فارمټ په نوم غونډه به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې ترسره شي چې په‌کې به د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان او قزاقستان استازي برخه واخلي.

طالبانو ویلي دي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولی شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي.

روسیې ورته غونډه پروسږ کال په اکتوبر کې جوړه کړې وه چې په هغې کې یې د طالبانو استازیو ته هم بلنه ورکړې وه چې برخه په‌کې واخلي.