امریکا د سولې په لور د ارمنستان او اذربایجان هڅې وستایلې

بلېنکن پرون د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو آرارات میرزویان او جیحون بایرامف سره په واشنګټن کې وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سولې په لور د ده په ټکو د ارمنستان او اذربایجان "زړور ګامونه" ستایلي دي.

بلېنکن پرون د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو آرارات میرزویان او جیحون بایرامف سره په واشنګټن کې وکتل.

بلېنکن ویلي، امریکا شاهده ده چې دغه دواړه هېوادونه تېر وختونه هېروي او تلپاتې سولې لپاره کار کوي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې له جګړې څو اوونۍ وروسته ترسره کېږي.

دغه تازه شخړې د نګورنو قره باغ پر سر له ۲۰۲۰ کال را هیسې تر ټولو خونړۍ بلل شوي دي.