کابل ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه رسېدلې

ارشیف

کابل ته د دوشنبې په ورځ ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر ولېږدول شول.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دې بشري مرستو د ستاینې ترڅنګ د لازیاتو همکاریو غوښتنه شوې ده.

افغانستان ته د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بشري مرستو دا ۴۵مه کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته رسېږي او یوه تجارتي بانک ته د بشري مرستو لپاره لېږدول کېږي.

تېره اوونۍ هم د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو دوه کڅوړې د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وې.