د ایران د حکومت یوه اپوزسیون ګوند د ناکراریو د مخنیوي لپاره د نویو انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز کړی دی.
د اسلامي ایران د مشارکت ګوند عمومي منشي اذر منصوري پرون په ټوېټر کې ولیکل چې د هېواد چارواکي د دې په ځای چې بهرنیان ملامتوي د اعتراضونو ریښو ته دې پام وکړي.
اغلې منصوري بیا دا پوښتنه مطرح کړې ده چې ایا له ازادو انتخاباتو پرته بله لاره شته؟
په ایران کې د توقیف پرمهال د سپټمبر په شپاړسمه د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته مظاهرې روانې دي.
مظاهره چیان د ازادیو او د ښځو د حقونو غوښتنه کوي.
دا اعتراضونه د ایران د اسلامي انقلاب له پيله تر اوسه د ایران حکومت ته تر بل هر وخت په ستر ګواښ بدل شوي دي.