د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر ټورک په یوه پرانیستي لیک کې د ټوېټر له نوي مالک ایلان مسک څخه غوښتي دي چې د دې ټولنیزې شبکې د مدیریت په چاره کې د بشري حقونو د رعایت ډاډ ورکړي.
ښاغلي تورک لیکلي چې ټوېټر د ټولنیزو اړیکو د انقلاب یوه برخه ده، خو دی د ارتباطاتو په دې لوی چوک کې د ټوېټر د رول له دې کبله اندېښنه لري.
دا لیک لنډه موده وروسته له هغه ټوېټر ته سپارل کېږي چې ښاغلي ماسک د بشري حقونو د ټیم په ګډون د ټوېټر د ادارې ډېری غړي او د مصنوعي ذکاوت د اخلاقو د برخې له دوو غړو پرته نور ټول کارکوونکي واېستل.