د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وايي، هېواد یې د ناسامس او اپسایډ په نوم د هوايي مدافعې سیسټمونه ترلاسه کړي دي څو د روسیې د توغنديو او بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه پر وړاندې خپله دفاع وکړي.
ښاغلي ریزنیکوف نن د ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې دا وسلې به د اوکراین د پوځ په وړتیا کې د پام وړ بدلون راولي او د اوکراین اسمان به خوندي کړي.
هغه ونه ویل چې دا سیسټم کوم هېواد اوکراین ته ورکړی، خو ده په خپل بیان کې د اوکراین د متحدانو په توګه له ناروې، اسپانیا او امریکا څخه مننه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې پوځ په وروستیو څو ورځو کې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو کې پر عامه تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملو ته زور ورکړی.