د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پر خپلو خلکو غږ کړی چې د روسیې د نورو احتمالي حملو لپاره چمتو و اوسي.
ښاغلي زلنسکي بېګا ناوخته په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې وویل چې، روسیه احتمالا د اوکراین پر عامه تاسیساتو په تېره د انرژۍ پر مرکزونو د حملو پر تکرار تمرکز کوي.
په داسې حال کې چې د اوکراین د پلازمېنې د عامه تاسیساتو لویه برخه د روسیې په راکټي حملو کې ویجاړه شوې د کییف ښاروال د پلازمېنې اوسېدونکو ته ویلي چې که د دې ښار د اوبو سرچینې له منځه ولاړې شي، نو په موقتي ډول د خپلو کورونو پرېښودو ته دې تیار شي.
اوس مهال د اوکراین له څلور نیم میلیون زیات وګړي برښنا ته لاسرسی نهلري.