د افغانستان بدخشان ولايت او تاجکستان يو شمېر سيمو کې نن سهار زلزله شوې

د زلزلې د پېښېدو ګراف، انځور - ار شيف

د افغانستان د بدخشان ولایت او تاجکستان ځینې سیمې نن سهار یوې لزلې ولړزولې.

د امریکا د جیالوجۍ د ادارې د مالوماتو پر اساس، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې و او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې تر ځمکې ۱۰۳ کیلومتره لاندې اټکل شوی دی.

تر اوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي مرګ‌ژوبلو او مالي تاوانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د يادونې ده چې څه موده مخکې د افغانستان پکتيکا او خوست ولايتونو کې د زلزلو له امله سلګونه خلکو مرګ‌ژوبله واوښته.