د طالبانو حکومت: کابل کې مو تر اوسه نږدې ۱۶زره سوالګر را ټول کړي

کابل کې يوه سوالګره ښځه، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت وايي چې په کابل ښار کې یې تر اوسه پورې نژدې ۱۶ زره سوالګر ټول کړي دي.

د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر باختر خبري اژانس ته ویلي چې، په ۱۵ زره ۸۳۸ تنو راټولو شویو سوالګرو کې څه باندې نهه نیم زره یې ښځې دي.

طالبانو د سوالګرو د ټولولو کمپاین په داسې حال کې پیل کړی چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، شاوخوا ۷ لکو افغانانو په تېر یو نیم کال کې دندې له لاسه ورکړي او د افغانستان د وګړو اکثریت په نړیوالو مرستو ګوزاره کوي.