بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې له امله يو تن مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولايت موقعيت

په بدخشان ولایت کې د ځمکې د ښوېدو له کبله لږ تر لږه یو تن مړی شوی دی.

ځايي طالب چارواکو پرون (یکشنبه) وویل چې، دا پېښه د بدخشان په (مای می) ولسوالۍ کې شوې ده.

د هغوی په وینا په دې پېښه کې د یوه تن د مړینې ترڅنګ یو بل ټپي شوی او ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې دی.

بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې خبر داسې مهال ورکوي کېږي چې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو ورښتونو، واورې او سېلابونو اټکل کړی دی.