طالب چارواکو د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر قبر خلکو ته وښود.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پرون په ټويټر ليکلي، چې د ملا عمر د قبر د ښودلو په مراسمو کې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
ملا محمد عمر د طالبانو لومړنی مشر و، چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د دوی د حکومت لومړی درجه کس ګڼل کېده.
رسنۍ راپور ورکوي چې د هغه مړینه په ۲۰۱۵ کال کې په ډاګه شوه، په داسې حال کې چې د رسنیو په وینا ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې وفات شوی و.